کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ مازیګر د پېښور اورمړو تاڼې میره کچوړی سیمې په جومات کې د چاودنې له امله مشهور دینی عالم مفتی محمد منیر شاکر او څلور نور کسان سخت ټپیان شول، چې وروسته نوموړی عالم د سختو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.
مفتی منیر شاکر د پاکستان پر اوسنی حکومت د تندو نیوکو له امله مشهور و او څه موده وړاندې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا په جوړه شوې ستره جرګه کې د پاکستانی واکمنانو پر پالیسو سخت انتقادونه وکړل.
د نوموړی پر مړینې ډېری پښتنو ژوره خواشینی څرګنده کړې، هغه یې افغان پرست عالم بللی او وژنه یې د پښتون قام لویه ضایعه ګڼلې ده.
مفتی شاکر د لشکر اسلام په نوم د یو تحریک بنسټ ایښی و چې یاد تحریک یې هم د پاکستان حکومت لخوا ممنوع اعلان شوی و.
د سیاسی او امنیتی چارو شنونکی باور لری، چې پاکستانی ریاست وروستیو کې دینی عالمان او سیاسی مخالفین په مرموز ډول هدف ګرځوی او له منځه یې وړی.
ټاکل شوې چې د نوموړی جنازه نن یکشنبه مازیګر درې بجې د حیات آباد په باغ ناران سیمه کې ادا شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ