کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني طـ.ـ ـالبانو روان کال لپاره د “الخندق” عملیاتو له اعلان سره سم تېره ورځ د پاکستان حکومت پر بېلابېلو امنیتي ادارو او هدفونو پراخ بریدونه پيل کړل.
د راپورونو پر بنسټ لومړی برید د جنوبي پنجاب په لاهور ضلعه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو پر قطار وشو، چې په کې د یو پولیس آفسر په ګډون د درې تنو د وژل کېدو او د اوو نورو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی شوی.
دغه راز، د چترال په دروش او د اورکزو په ډبوري سیمو کې د پولیسو پر پوستو د لایزري وسلو پرمټ بریدونه وشول، چې په پایله کې یې څلور عسکر ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.
د شمالي وزیرستان په شېوه، د بنو په غوریواله او ککې، د مومندو په صافو، د پېښور په شېرکري حسن خېل او د لکي مروت په نورنګ او نورو سیمو کې هم پر بېلابېلو پوستو او پوځي موټرو بریدونه شوي دې.
همداراز، په کرمه، جنوبي وزیرستان، مردان، باجوړ، مکران، خېبر، ټانک، اورکزو او چترال سیمو کې هم بریدونه شوي، چې تر ټولو ډېر یې شمالي وزیرستان کې د لسګونو امنیتي پوستو او پوځي وسایطو په نښه کول دي.
د دغو عملیاتو په لومړۍ ورځ د دغو ۴۸ شویو بریدونو له امله د پاکستان حکومت پورې تړلو د ۴۳ تنو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا شوې، خو رسمي سرچینو تر اوسه په ټولیز ډول د مرګ – ژوبلې کچه نه ده رسنیزه کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/