معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د چاپېریال ساتنې یوه نړیوال بنسټ افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د چاپېریال ساتنې یوه نړیوال بنسټ افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولینو ویلي، چې د چاپېریال ساتنې یوه نړیوال بنسټ د ځنګل کرنې او د معیشت ښه کېدو له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځواب ویلو پروژې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي دي.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اقلیمي بدلون رییس روح‌ الله امین ويلي، دغه بودیجه د نړیوال چاپېریال اسانتیاوو (GEF) لخوا د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې ده.

ښاغلي امین زیاته کړې، دغه پروژه به پنځو کلونو کې د کونړ او بدخشان ولایتونو کې پلي شي، چې موخه یې اقلیمي بدلون پر وړاندې ځنګل کرنې پیاوړتیا او اطرافي ټولنو معیشت ښه کېدل دي.

افغانستان اوسمهال د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په بد چاپېریالي وضعیت کې قرار لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس