کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان روان کال د کابل کندهار او بلخ هوایي ډګرونو له لارې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، دغه صادرات او واردات اتریش، اردن، اسپانیا، متحده عربي امارات، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سویلي افریقا، المان، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته شوي دي.
ویل کیږي چې د ۲۹۵ میلیونه ډالرو له ډلې یې ۱۲۸ میلیونه ډالره صادرات او ۱۶۷ میلیونه ډالره یې واردات تشکیلوي.
سوداګرۍ وزارت د افغانستان د صادراتو عمده برخه وچه مېوه، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، توره جلغوزه او لاسي صنایع او وارداتو کې بیا درمل او برقي توکي تشکیلوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/