مودی ویلی، پاکستان د تروریزم او ګډوډۍ رامنځته کولو ځای دی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودی له امریکایی پوډکاسټر لېکس فریدمن سره په یوه مرکه کې ویلی، چې پاکستان تروریزم صادروی او په خبره یې چې د نړۍ په هر ګوټ کې که ترهګریز برید کیږی، رېښه یې په یو ډول پاکستان ته رسیږی.

مودی ویلی، ترهګرۍ پورې اړوند فعالیتونه په اسلام‌ اباد کې کیږی او نوې ډیلی د پاکستان په خاوره کې له ترهګریزو بریدونو سره هېڅ تړاو نه لری.

د نوموړی په خبره سره له دې چې هند د پاکستان بېلېدل ومنل، خو دا هېواد د سوله‌ ییز ګډ ژوند پر ځای پر نیابتی جګړې اوښتی دی.

مودی پاکستان د ګډو‌‌‌‌ډۍ رامنځته کولو ځای وبلله او د پاکستان پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې ترهګری پرېږدی او د سولې لاره خپله کړی.

د یادونې وړ ده، چې مودی دا څرګندونې د پاکستانی چارواکو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړی، چې نوی ډیلی یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.