ګهیځ: نن پنجشنبه (د کب ۲۶مه او د مارچ ۱۷مه نېټه ده) د دولت د کابینې په نوې پرېکړه کې د کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې څو د هغو ولسوالیو په اړه معلومات راټول کړی، چې د یرغل پر وړاندې د مبارزې پر مهال په رسمی تشکیل کې نه وې خو په اسلامی امارت کې شاملې وې.
د حکومت یو ویاند انعام الله سمګانی وایی، وزارت به راټول شوی معلومات له خپل نظر سره مل اداری کمیسیون ته سپاری.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اداری کمیسیون اړ دی چې د یادو ولسوالیو د رسمی کولو یا له منځه وړو موضوع په کره توګه وڅېړی او د وروستۍ پریکړې لپاره یې د حکومت رهبرۍ ته وسپاری.
گهیځ