کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ویلی، چې د ګرځنده ټیلیفونونو (موبایلونو) واردونکی مکلف دی، څو د مخابراتی خدماتو د تنظیم ادارې څخه د وارداتو جواز ترلاسه او خپل فعالیت قانونی کړی.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلی، وزارت یو ځانګړی سیسټم فعال کړی، چې موخه یې د ټیټ کېفیت او جعلی موبایلونو د وارداتو مخنیوی او همدارنګه د غلا شویو ګرځنده ټیلیفونونو کنټرول دی.
د دې سیسټم له مخې، ټول موبایلونه بازار ته تر وړاندې کېدو مخکې باید د IMEI شمېرې له مخې ثبت شی، څو د مخابراتی وسایلو شفافیت او امنیت ډاډمن شی.
مخابراتو وزارت ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې نه عملی کوونکی به له قانونی چلند سره مخ شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ