کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس ته پنځو اروپایی مسافر وړونکو بنسټونو ویلی، چې ګڼو ډنمارکیانو، جرمنیانو او نورو اروپایانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو اقداماتو له امله امریکا ته سفرونه لغوه کړی.
آژانس ته تلونکی یوه ډنمارکی چې تازه یې هلته د ماهی نیونې په موخه د سفر نیت درلود ویلی، ټرمپ یو بې ادبه کس دی او له هغه وخته چې ټرمپ د اوکرایین ولسمشر سره لفظی شخړه کړې، نو پرېکړه یې کړې چې تر هغې به بیا امریکا ته ولاړ نه شی، څو چې ټرمپ هلته ولسمشر وی.
آژانس د یوه سیلانی له قوله زیاتوی، ترمپ په خپلو کړنو کې د ماشومانو په څېر دی.
عربی رسنیو د اروپایی ټولنې د شمېر له مخې ویلی، چې یوازې اروپایی سېلانیانو په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۵۵ میلیارده ډالره په امریکا کې مصرف کړی، خو دا مهال د تېرو کلونو په پرتله په کې کموالی راغلی دی.
امریکا ته د سېلانیانو شمېر کې کموالی وروسته له هغې څرګند شو، چې امریکا د خپلو اقتصادی ګټو او نورو موخو لپاره خپلې پالیسۍ د دوی په وړاندې بدلې کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ