ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې یو افغان پیلوټ له خپلې کورنۍ سره یو ځای له المان څخه بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
پیلوټ ویلي، چې غواړي خپل هېواد ته خدمت وکړي.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه به بېرته خپلې دندې ته ستون شي.
اسلامي امارت دغه راز له ټولو پیلوټانو غوښتي، چې بېرته خپل وطن ته راستانه شي.