ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وری ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د مشر مرستیاله میټی نودسن وایی، افغان حکومت ته په کار ده چې د نجونو پر مخ د منځنی او ثانوی زده کړو ښوونځی سملاسی پرانیزی.
یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلی چې مېرمن نودسن د پکتیا په مرکز ګردېز کې د اسلامی امارت له والی مولوی محمد علی جان، د افغان ښځو، سوداګرو، د رسنیو، پوهنتونونو او د مدنی ټولنې له استازو سره کتلی او ټینګار یې کړی چې د افغان چارواکی باید پر خپلو ژمنو عمل وکړی او د نجونو لېسې سمدستی بېرته پرانیزی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ښوونځیو ته د نجونو د مخنیوی پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او له یوناما یې غوښتی چې د ا.ا له چارواکو، سیاسی څېرو او ټولو اړخونو سره دې د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه خبرې وکړی.
د وری یا حمل په درېیمه چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، له شپږم ټولګی پورته نجونو ته بیا هم د ا.ا چارواکو اجازه ورنه کړه چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شی.
دوی ټینګار درلود چې له شپږم ټولګی پورته نجونو لپاره یې طرحه نهایی شوې نه ده. دوی په دې اړه، چې طرحه به یې کله نهایی کېږی او د نجونو پر مخ به ښوونځی کله پرانېزی، څه نه دی ویلی.
خو تازه ګنګوسې دی چې په را روانه اونۍ کې به د نجونو پر مخ تر ۱۲ ټولګی پورې د ښوونځیو دروازې پرانستل شی.
گهیځ