ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وری ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) قطر او اندونیزیا هېوادونو ډاډ ورکړ چې چمتو دی د بشری مرستو او زده کړو په برخه کې د افغانستان خلکو سره مرستې وکړی.
تېره ورځ په دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې آغلې رتنیو مرسودی او د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وزیرې آغلې لُلوه الخاطر سره وکتل.
درې واړو لوریو په افغانستان کې پر بشری، اقتصادی او ښوونیز وضعیت هر اړخیزې خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایی، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ژمنه وکړه چې هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې له تعلیمی ادارو سره مرسته وکړی او افغان زدهکوونکو ته سکالرشپونه ورکړی.
همداراز د قطر د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې هم ژمنه کړې چې قطر به په نژدې راتلونکی د قطر خیریه بنسټ او د قطر سرې میاشتې دفترونه په کابل کې خلاص کړی.
د بلخی په وینا، افغان لوری له افغانانو سره د قطر او اندونیزیا د ژمنو هرکلی وکړ او له خپله اړخه یې د همکارۍ او زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.
گهیځ