‏ ‏په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شوه

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) یادې غونډې ته د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی هم ور بلل شوی دی.
امیرخان متقی پرون د دغې غونډې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف سره هم کتلی وو.
‏په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف هم حضور درلود.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وویل، چې د خبرو محوری موضوعات ټاپی، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګری او دوه اړخیزه همکاری وه.
‏د بلخی په وینا، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چې د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډی پټلۍ او نورو پروژو ته، چې له افغانستان څخه تیریږی، چمتو والی لری.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې وزارت به یې د ټاپی او نورو سترو پروژو د پلی کېدو لپاره د اسانچارۍ ټولې هڅې په لار واچوی.
دې غونډې ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ هم ورغلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی به یې په چین کې د افغانستان په اړه د ترویکاپلس په نوم غونډه کې ګډون وکړی.
ټاکل شوې چې په نننۍ غونډه کې به دافغانستان پر سیاسی، اقتصادی او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.