د غمرازۍ پیغام

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په خواشینۍ خبر تر لاسه کړ چې افغان ژورنالیست، لیکوال او شاعر سرڅېړونکی عبدالله بختانی خدمتگار، له فانی نړۍ سترګې پټې کړې.( انا لله و انا الیه راجعون)
د پښتو او دری ژبو دغه مشهور لیکوال او شاعر، خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پیل کړی او بیا یې د دینی علومو، ادبیاتو، طب او ریاضی په برخه کې یې له نامتو او پېژندل شویو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړې وې.
مرحوم عبدالله بختانی خدمتګار د خپل ژوندانه زیاته برخه د هیواد په علمی، تعلیمی، څیړنیزو، ادبی، ژورنالیستی او ملی خدمتونو کې تیره کړې ده او په ۱۳۷۳ ل. کال کې متقاعد شوى دی. عبدالله بختانی خدمتگار د پورته یادو شویو دندو تر څنگ وخت په وخت په ښونځیو او کورسونو کې د پښتو، دری او عربی ژبو تدریس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی د پښتو ادبیاتو د تاریخ د استاد په حیث خدمت کړى دى.
په ۱۳۸۲ ل. کال کې د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې دهغه تقاعد رفع او د ۱۳۸۵ ل. کال د وږی میاشتې تر پیله پورې یې د دې اکاډمۍ د مشر علمی غړی په توگه خپلو علمی وظایفو ته دوام ورکړى او بیا تقاعد ورکړى شوى و.
استاد په ۱۳۵۵ ل. کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څیړندوى لوړه علمی درجه تر لاسه کړې وه او وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمی درجه د سر محقق په علمی درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند یا (پروفیسر) د درجې سره معادله وه.
مرحوم استاد عبدالله بختانۍ خدمتګار په دری او پښتو ژبو کې په سل ګونو ټوکه لیکنې، شعری مجموعې او ژباړې لری چې ځینی یې چاپ شوې او ځینی یې لا د چاپ په ګاڼه ندی سمبال شوی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه، په داسې حال کې چې د مرحوم استاد بختانی مړینه د افغانستان د ادب او ژورنالیزم په ډګر کې یوه ستره ضایعه ګڼی، نوموړی ته له لوی الله نه جنت الفردوس او پاتې کورنۍ، دوستانو او لارویانو ته یې صبر او اجر غواړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.