ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۱۴مه او د اپرېل ۳مه نېټه ده) د افغانستان کرېکټ بورډ ویلی چې د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پخوانی کپټان یونس خان یې د خپلې لوبډلې د بېټنګ روزونکی ګومارلی دی.
یونس خان به په متحده عربی اماراتو کې له افغان لوبډلې سره د بېټنګ په برخه کې مرسته وکړی.
د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز د پاکستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل د باولېنګ روزونکی ګومارلی دی.
ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربی اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملی لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شی.
گهیځ