ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۱۵مه او د اپرېل ۴مه نېټه ده) د افغانستان د نوی حکومت کابینې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د مخابراتی شرکتونو د نا ثبت شوی سیم کارټونو د ویش مخه ونیسی.
د اسلامی امارت مرستیال ویاند، انعام الله سمنګانی پرخپل ټوېټر لیکلی چې هیڅ مخابراتی شبکه اجازه نه لری چې د کسانو په نوم غیر راجستر سیم کارټونه ووېشی.
په کابل او ولایتونو کې د بې اسنادو سیم کارټونو کارول تل امنیتی اندېښنې راپورته کړی او جرمونه یې له ځان سره لرلی دی.
پر خواله رسنیو تبصرو کې د حکومت دغه اقدام ستایل شوی او ویل شوی چې دا کار به په امنیتی او جنایی برخو کې مثبته اغېزه ولری.
گهیځ