ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۲۱مه او د اپرېل ۱۰مه نېټه ده) د افغانستان بانک په پام کې لری چې نن ۱۳ ملیونه امریکایی ډالره د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلام کړی.
باختر دولتی اژانس راپور ورکړی چې دغه کار د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثابت پاتې کېدو لپاره کېږی.
سره له دې چې د پخوا په پرتله د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت تر یوه بریده ثابت شوی، خو خلک شکایت لری چې د خوراکی او نورو اړینو شیانو بیې لا هم ټیټې شوې نه دی.
گهیځ