ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۵مه او د مۍ میاشتې ۲۶مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ملي روغې جوړې شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره کتلي
توماس وېسټ پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له عبدالله عبدالله سره یې په دې لیدنه کې د افغانستان پر راتلونکي، نړیوالې ټولنې سره د دې هېواد د اړیکو پر څرنګوالي، د سیاسي بهیر پر اړتیا، د بشري حقونو د سرغړونو، په ټولنه کې د ښځو پر رول او د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.
ویسټ ویلي چې په دې اړه به له یو شمیر نورو افغان سیاستوالو سره هم وګوري.