ایران غواړی له افغانستان سره خپله سوداګری پراخه کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) په کابل کې د ایران سفارت وایی‌ چې د دغه سفارت مرستیال خوست ولایت ته تللی څو په یاد ولایت کې د ایرانی پانګه والو د پانګونې لپاره فرصتونه وګوری.
ایرانی‌ ډیپلوماټ ویلی‌ دوی په دې لټه کې دی‌ چې له افغانستان سره خپلې اقتصادی‌ او سوداګریزې اړېکې پراخې کړی.
د ایران سفارت وایی‌ دوی غواړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګری‌ اسانه شی‌ او سوداګر وکړی شی‌ په اسانه او ډاډمنه فضا کې پانګونه وکړی.
ایران تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و او تمه لری‌ چې وکړی شی‌ له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې ولری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.