ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۲۳مه او د جون میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا وایی چې روسی او ترکی پانګه وال د انرژی د تولید برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
د ترکیې هیواد د Emin Electricity شرکت استازی د اوبو او انرژی وزارت د انرژی له مرستیال مولوی عارف الله عارف سره په لیدنه کې افغانستان کې د انرژی د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ترکی شرکت د اوبو او انرژی وزارت څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او مرستې غوښتنه کړې ده.
د اوبو او انرژی وزارت او برېښنا شرکت یادو استازو ته د هر ډول مرستې او زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی.
د روسی او ترکی شرکتونو استازو ویلی چې ډېر ژر به خپل تخنیکی انجینران له مشخصو وړاندیزونو سره افغانستان ته راولېږی.
گهیځ