د خواشینۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې نومیالی لیکوال، څېړونکی او فلکوریست ولی محمد سیال کاکړ تر پر له پسې څو کلونو ناروغۍ وروسته نن په حق ورسید.
” انا لله و انا الیه راجعون.”
د رسنیو د رپوټونو له مخې پوهاند ولی محمد سیال کاکړ چې نن د غبرګولی په۲۸مه نېټه د ۸۷ کالو په عمر د کویټې ښار په یوه روغتون کې تر اوږدې ناروغۍ وروسته ساه ورکړه .
مرحوم پوهاند ولی محمد سیال کاکړ په ۱۹۳۵ میلادی کال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د پښین په سیمه کې زېږدلی و، لومړنۍ زده کړې یې همدغلته په خپل کلی کې کړې وې، خو وروسته د کویټې، پېښور او پنجاب پوهنتونونو ته د نورو زده کړو لپاره تللی و او په پښتو، درې او اردو ادبیاتو کې یې درې ماستریانې درلودې.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ پخوانی رییس او د سیمه ییزو مطالعاتو اوسنی رییس دکتور ظاهر شکیب د نوموړی مرحوم په اړه وایی چې ښاغلی سیال کاکړ د خپل عمر په وروستیو کې خپل ټول قلمی اثار او آن خپل بشپړ کتابتون چې زرګونه ټوکه مهم او تاریخی اثار په کې وو د افغانستان علومو اکاډمۍ ته ډالۍ کړل، چې دلته ترې ګټه اخیستل کېږی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د مرحوم سیال مړینه د پښتو ادب او فلکلور په ساحه کې یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼی، په داسې حال کې چې نوموړی ته له لوی خدای نه د مغفرت غوښتنه کوی د هغه کورنۍ، شاګردانو او د پښتو ادب او فلکلور ټولو مینه والو ته پدې مناسبت د زړه صبر او اجر غواړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.