پاکستان سره انلاین غونډه؛ د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او راکړې ورکړې د زیاتوالی په اړه خبرې شوی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاو برابرولو انلاین غونډه وشوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله رسمی وېب پاڼه لیکلی، چې د دغه وزارت سرپرست وزېر نورالدین عزیزی او پاکستانی سیال یې سید نوید قمر په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د راکړې، ورکړې د زیاتوالی خبرې کړې دی.

په خبر کې دا هم راغلی، چې داړو لورو په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې په داسې سوداګریزو اړیکو ټېنګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ملی ګټې په‌کې خوندی وی.

د یاد وزارت په وینا، د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په برخه کې خپل ګامونه ګړندی کوی، ترڅو کرنیز محصولات په خپل وخت سره مارکېټونو ته ولېږدول شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.