د ګهیځ ټولنې مشر سردارمحمد دیندارخېل
بشریت په ټوله کې د ژوندانه په لړ کې یو شمېر قوانینو او مقرراتو ته اړتیا لری، تر څو وکولای شی، خپل ژوند په ښه توګه سرته ورسوی او د ژوندانه په هېڅ برخه کې هم له ستونزو سره مخ نشی، الله تعالی هم د مخلوقاتو لپاره او په ځانګړې توګه انسانانو ته یو جامع کتاب د دوی د لارښوونې لپاره رالېږلی چې د دوی ټولې ستونزې د دغه کتاب په لوستلو او پر هغه په عمل کولو سره حل کېږی.
د قرآن کریم په آیتونو کې له ورایه معلومېږی چې الله جل جلاله د بشریت د ژوند د هر اړخ لپاره یو چوکاټ ټاکلی ترڅو وکولای شی خپل ځان او ټول بشریت ته ګټور واقع شی.
په نننۍ نړۍ کې یوې خواته ژورنالیزم او رسنۍ د ټولنې یو مهم او بنیادی اړخ ګرځېدلی، بل خوا کله کله هغه ژورنالیستان چې له اسلام او دین نه ناخبره دی، داسې هم وایی چې اسلام او ژورنالیستیکی اصول سره سر نه خوری، حال دا چې په اسلام کې لومړی ژورنالیست حضرت عبدالله بن ابوبکر رضی الله عنه دی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر رضی الله عنه ثور غار ته لاړل، نو عبدالله بن ابوبکر رضی الله عنه به د ورځې ټول خبرونه د شپې لخوا رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر رضی الله عنه ته وروړل او هغوی به یې د قریشو له پرېکړو او تصمیمونو څخه خبرول.
همدارنګه الله تعالی په قرآن کریم کې د سورت نمل په ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵ او ۲۶ آیتونو کې د نوی ژورنالیزم بنسټیز اصول بیان کړی چې دلته لومړی ددغو آیتونو لنډه ژباړه او بیا هغه اصول ذکر کوو، الله تعالی فرمایی: فَمَکَثَ غَیْرَ بَعِیدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُکَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ یَقِینٍ ﴿۲۲﴾ إِنِّی وَجَدتُّ امْرَأَهً تَمْلِکُهُمْ وَأُوتِیَتْ مِن کُلِّ شَیْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِیمٌ ﴿۲۳﴾ وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّـهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُونَ ﴿۲۴﴾ أَلَّا یَسْجُدُوا لِلَّـهِ الَّذِی یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿۲۵﴾ اللَّـهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیمِ ۩ ﴿۲۶﴾
نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ویې ویل: ما هغه معلومات ترلاسه کړی دی چې ته پرې خبر نه یې. زه د سبا په هکله له باوری خبر سره درته راغلی یم (۲۲) بې له شکه چې ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونکو) سلطنت کوی او هغه د مال او شتمنۍ له هر څه برخمنه ده او یو ډېر لوی تخت لری (۲۳) ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه پرته، لمر ته سجده کوی او دوى ته شیطان خپل عملونه ښایسته کړی دی، نو دوى یې له (حقې) لارې نه منع کړی دی، نو دوى هدایت نه مومی (۲۴) چې دوى الله ته سجده ونه کړی، هغه چې په آسمانونو او ځمکه کې پټ څیزونه راوباسی او پوهېږی په هغه څه چې تاسو یې پټوئ او په هغه څه چې تاسو یې څرګندوئ (۲۵) له الله پرته د عبادت بل هېڅ لایق نشته، مګر هم دى دى،(چې) د ډېر ستر عرش رب دى (۲۶)
په پورتنیو آیتونو کې د هدهد (ملا چرګک) او بلقیس (سبا پاچا) کیسه ذکر شوې ده، که چېرې دغې کیسې ته په ژوره توګه وکتل شی نو د نوی ژورنالیزم ټول اصول پکې بیان شوی دی.
۱- لومړی خبر باید تازه (نوی) وی. یعنې خبر د لوستوونکی او اورېدونکی لپاره نوی وی که چېرې تازه نه وی نو بیا خبر نه دی، په دغه کیسه کې که وګورو نو هدهد وایی: (أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ) ما هغه معلومات ترلاسه کړی دی چې ته پرې نه پوهېږې، یعنې کوم خبر چې هدهد راوړی ؤ نوی او تازه ؤ چې سلیمان علیه السلام پرې خبر نه ؤ.
۲- خبر باید رښتیا (یقینی) وی نو په دې پار هدهد وویل:( وَجِئْتُکَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ یَقِینٍ) یعنې د سبا د قوم په باب له باوری خبره سره درته راغلی یم. دلته یې داسې ونه ویل چې له سبا څخه مې یو خبر راوړی دی، بلکې خپل خبر یې یقینی وباله.لکه په اوسنی ژورنالیزم کې چې په دې خبره ډېر ټېنګار کېږی چې خبر باید غلط نه وی او یا پکې له تزویر څخه کار نه وی اخیستل شوی.
۳- په خبر کې باید د خبر اساسی پوښتنې لکه: څوک، څه، چېرته، څه وخت، ولې او څرنګه شاملې وی تر څو لوستوونکی او اوریدونکی په خبر باندې په هر اړخیزه توګه پوه شی. په پورته ذکر شوې کیسه کې دغه ټولې اساسی پوښتنې شته چې په لنډه توګه ورته اشاره کوو:
څوک؟ بلقیس د سبا پاچا.
چېرته؟ د سبا ښار کې
څه؟ ما هلته یوه ښځه وموندله چې هغې ته ډېر لوی تخت ورکړی شوی ؤ او د هغې قوم د الله په ځای د لمر پر وړاندې سجده کوله.
ولې؟ شیطان د هغوی عملونه د هغوی لپاره ښایسته کړی او هغوی یې له لارې اړولی دی.
څه وخت؟ کله چې هدهد سلیمان علیه السلام ته ورسېد.
که کیسې ته لږ ښه ځیر شو نو دا به روښانه شی چې دلته د خبر هغه اساسی پوښتنې چې د یو خبر مسلکی او فنی اړخ دی، هدهد بیان کړی دی چې لوستوونکی او اورېدونکی ته په ذهن کې کومه پوښتنه نه پاتې کېږی.
۴- اسلامی ژورنالیزم مثبت دی یوازې د یوې خطاء په اشارې بسنه نه کوی، بلکې د خطاء بدیل هم بیانوی. پورتنی آیت ته که وکتل شی چې هدهد وایی د سبا قوم د لمر عبادت کوی او دا سم کار نه دی، نو باید څه وکړی؟ ولې هغوی خدای ته سجده نه کوی چې د ځمکې او آسمانونو پټ شیان راوباسی.
۵- اسلامی ژورنالیزم تحلیلی ژورنالیزم دی کله چې یوه خبره باندې نقد کوی نو د هغې لپاره کره دلایل هم وړاندې کوی لکه څرنګه چې هدهد د بلقیس سیاست نقد کړ نو د هغوی لپاره یې عقلی دلیلونه وړاندې کړل:
- الله هغه ذات دی چې د آسمانونو او ځمکې پټ شیان را وباسی.
- په ټولو هغو شیانو پوهېږی چې تاسې یې پټوئ او یا یې ښکاره کوئ.
- الله تعالی د لوی عرش (تخت) څښتن دی.
۶- مسلمان ژورنالیست به د پېښې ځای ته ورځی او هغه پېښه به په خپلو سترګو ګوری او بیا به خپل خبر او راپور پرې لیکی.
بریالی ژورنالیست دا نه دی چې د خپل کاری میز ترشا ناست وی، خبر او راپور جوړوی، بلکې اصلی ژونالیست هغه دی چې د حادثې ځای ته لاړ شی او له نږدې څخه خپل راپور او خبر ترتیب کړی لکه هدهد چې د بلقیس ځای ته لاړ او په خپله یې صحنه ولیدله او بیا یې سلیمان علیه السلام ته خبر راووړ.
داسې نه ؤ چې هغه د نورو الوتونکو څخه خبر اورېدلی وی او بیا یې سلیمان علیه السلام ته راوړی وی، بلکې وایی: إِنِّی وَجَدتُّ امْرَأَهً یعنې ما هلته یوه ښځه وموندله.
۷- مسلمان ژورنالیست باید هېڅوک د نقد څخه پورته ونه ګڼی لکه څرنګه چې هدهد د بلقیس او د هغې د قوم عقیده او باور سم ونه ګاڼه او په هغوی یې نقد وکړ او له هغوی څخه و نه ډار شو، بلکې په هر اړخیزه توګه یې هغوی نقد کړل.
۸- اسلامی ژورنالیزم او مسلمان ژورنالیست به هڅه کوی چې حق خپور کړی، باطل کشف کړی او د منځه وړلو لپاره یې هر ډول کار وکړی لکه څرنګه چې هدهد دغه کار وکړ، د سبا قوم عقیده او باور یې کشف کړ او بیا یې ورته چاره وسنجوله، یا دا چې د مسلمان ژورنالیست دنده داده چې حق، رښتیا او عدل خپور کړی او ټولنه کې یو مثبت تغییر راولی څرنګه چې هدهد دغه کار وکړ.
۹- مسلمان ژورنالیست باید زړور وی، تل حق ووایی او هېڅکله هم له چا څخه و نه ډار شی.
په پای کې ویلی شو چې په قرآن کریم کې د بشریت ټول اړخونه څېړل شوی او په هره برخه کې یې ورته بنسټیز اصول ایښی دی چې د دې خبرې یوه ښه بېلګه په قرآن کریم پورته یاد شوی د ژرونالیزم بنسټیز اصول دی.
گهیځ