معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا وايي د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د متشدد مخالفت ملاتړ نه کوي

امریکا وايي د افغانستان د نوي حکومت پر وړاندې د متشدد مخالفت ملاتړ نه کوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۳مه او د جولای میاشتې ۱۵مه نېټه ده) امریکا وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه په غور څاري او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن د ا.ا پر وړاندې د تاوتریخجن مخالفت ملاتړ نه کوي.

دا څرګندونې ‘فارن ډېسک’ نشریې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په خپاره کړي لیکلي پيغام کې کړي.

دغه امریکایي چارواکي جګړه کې پر ښکېلو غاړو د زغم غږ کړى او ويلي يې دې چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

وياند زياته کړې، دا يوازينې لاره ده چې پر مټ یې افغانستان کولاى شي خپلې ګڼې ننګونې ختمې کړي.

امريکا د ا.ا پر ضد د تاوترېخجن مخالفت د نه ملاتړ خبره داسې مهال يو ځل بيا تکراروي چې په دې وروستيو کې د افغانستان له ځينو سيمو د تاوتريخوالي زياتېدونکي رپوټونه رارسېدلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس