تاجک – افغان سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا موندلې

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۲۵مه او د جولای میاشتې ۱۶مه نېټه ده) تاجکستان وایی، د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
د تاجکستان د ګمرکی خدماتو ادارې ویلی، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوی.
یاده اداره وایې، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په کې ۶ میلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
تاجکستان، افغانستان ته سمینټ، سکاره او کرنیز محصولات صادروی.
وروسته له هغې چې ا.ا بیا ځل د افغانستان د حکومت واګی په لاس کې واخېست او د دواړو خواوو اړیکې هم ډېرې ښې نه دی خو تاجکستان افغانستاان ته د برښنا صادرات نه دی درولی.
دا هېواد افغانستان ته د ورځې شاوخوا ۹ میلیون کیلو واټه برښنا صادروی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.