زابل کې د زنا په تور یو سړی او دوه ښځې په درو وهل شوی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۱۶مه او د اګسټ ۷مه نېټه ده) په زابل ولایت کې د ا.ا استېناف محکمې دوې ښځې او یو نارینه د زنا په تور د خلکو په وړاندې په درو وهلی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی چې د زنا په تور نیول شوى سړى نن یکشنبه د دغه ولایت د استېناف محکمې لخوا په شېخ متی سټېډیوم کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې ووهل شو او په شپږ کاله بند محکوم شو۰
د یاد ریاست په وینا له دغه سړی سره د زنا په تور نیول شوې ښځه هم ۳۹ دورې وهل شوې او په دوه کاله بند محکومه شوې ده۰
د سرچینې په وینا دوهمه ښځه چې د یوه نارینه او یوې ښځې تر منځ د رابطی په تور نیول شوې وه ۲۰ درې ووهل شوه په ۶ کاله بند محکومه شوه.
د زابل د استېناف محکمې د دې ترڅنګ د غلا په تور یو تن نیول شوى کس ۱۵ دورې وهلى او یوه میاشت بند محکوم کړى دى۰
‏په بیان کې ویل شوی چې دوهم کس یوازې ۲۰ درې وهل شوى دى۰

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.