ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمری/اسد ۱۷مه او د اګسټ میاشتې ۸مه نېټه ده) د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، چې په هېواد کې به خپلې نیمګړې پروژې ژر تره ژره پشپړې او دغه راز زرګونه هېوادوالو ته به کاری فرصتونه برابر کړی.
د دې ادارې ویاند عبدالسمیع دُرانی وایی، چې د اوسپنې پټلۍ د نیمګړو پروژو د بشپړېدو لپاره جدی هڅې پیل شوی او په لنډ وخت کې به یې کارونه پیل شی.
د نوموړی په خبره، چې دغه راز د دغې ادارې کارونه ټول د افغانانو له لوری ترسره کیږی او هڅه کوی، چې په دې برخه کې ګڼ شمېر افغانان ځوانانو ته د یوشمېر هېوادونو پر مټ مسلکی زده کړې ورکړی.
دُرانی زیاتوی، چې په تېرو کلونو کې به د ډېری پروژو عواید د بهرنیو کمپنو له لوری راټولیدل، خو اوس دغه چارې ټولې دوی په خپله ترسره کوی.
گهیځ