معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په کابل کې د امریکا وروستی برید؛ د ا.ا مشرتابه مرسته کوونکی هېواد مجرم و باله

په کابل کې د امریکا وروستی برید؛ د ا.ا مشرتابه مرسته کوونکی هېواد مجرم و باله

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/ اسد ۲۹مه او د اګسټ میاشتې ۲۰مه نېټه ده) هغه هېواد چې امریکا سره يې کابل کې وروستي هوايي برید کې مرسته کړې د جرم شریک ګڼل کېږي.
د کندهار په لویه ولسي غونډه کې د افغانستان د ا.ا مشرتابه شیخ هبت الله اخوندزاده ویلي، کوم ګاونډي هېواد چې د امریکا سره کابل کې وروستي هوايي برید کې مرسته کړي وي د جرم شریک ګڼل کېږي.

که څه هم شیخ هبت الله د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه، چې د افغانستان پر سر معامله کول او د دې هېواد دښمنانو ته خپله ځمکه او فضاء کې د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول یقینآ د دوی لپاره بدې پایلې لري.

د جولای په ۳۰مه امریکا د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور هوايي برید و کړ او بیا مدعی شوه چې په دې برید کې یې د القاعده مشر ایمن الظواهري وژلی دی.
د نومړي د وژنې په اړه تر اوسه امریکا کوم ښکاره ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د ا.ا چارواکي که څه هم په افغانستان کې د القاعده شتون ردوي خو تر اوسه یې په څرګند ډول د ایمن الظواهري د مرګ په اړه څه نه دي ویلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس