پاسپورټ ریاست کې د فساد د مخنیوی ادعا؛ کمېشن‌کاران او جعل کاران یې مشخص او دندو لرې کړل شوی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وږی/ سنبلې لومړۍ او د اګسټ د میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د پاسپورټ ریاست ادعا کوی چې په دغې اداره کې یې د فساد مخه نیولې.
د پاسپورټ عمومی ریاست مرستیال شیر شاه قریشی د دې ریاست د فعالیتونو کلنی راپور وړاندې کولو په اړه خبری غونډه کې وویل، په ‌دې ریاست کې یې تر ډېره بریده د فساد مخه نیولې او کمېشن‌ کاران او جعل کاران یې مشخص او له دندو لرې کړی دی.

د ښاغلی قریشی په خبره، د ولایتونو لپاره هم د انلاین فورمې خدمات پیلېږی، څو د پاسپورټ غوښتوونکی په‌ خپل ولایت کې په ټاکلې نېټه پاسپورټ تر لاسه او په مرکز کې د ګڼې-ګوڼې مخه ونیول شی.

د هغه په خبره، افغانستان کې د بهرنیو وګړو د ویزو د تمدید په موخه هم د انلاین فورمې خدمات پیلېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.