معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مجاهد: په پکتیا کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه څېړنې روانې دي

مجاهد: په پکتیا کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه څېړنې روانې دي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وږي/سنبلې ۱۵مه او د سپټمبر میاشتې ۶مه نېټه ده) ا.ا پکتیا کې د نجونو ښوونځیو پرانستو ته په غبرګون کې ویلي، چې په دې اړه څېړنه کوي.
په پکتیا کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او چا په امر پرانیستل شوي دي.

هغه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په غونډه کې وویل چې یوازې د پوهنې وزارت واک لري څو د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: “د ښوونځيو درسونه چې پيلیږي هغه به د پوهنې وزارت لخوا اعلان کیږي. دا چې تاسو د پکتیا یادونه وکړه تر څېړنو لاندې ده، بلې په ټولو ولایتونو کې د درسونو یوه اړتیا ده، خو کله چې ان شاءالله اجازه تر لاسه کړی شوه او شرایط ورته برابر شو د پوهنې وزارت به یې په ټول هیواد کې یو ډول پيل کړي. دا چې په پکتیا ولایت کې د یو مورد یادونه کیږي، دا تر اوسه روښانه ده چې د چا په امر شوي، او څه ډول شرایط چمتو شوي دي او یا څېړنو او تحقیق ته اړتیا سته او کنه، موږ به په دې اړه وروسته معلومات ورکړو.”

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس پرون ګهیځ نیوز ته وویل چې په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالیو کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته څلور ښوونځي د خلکو او ښوونځیو د مدیرانو لخوا پرانیستل شوي دي.

هغه دا هم ویلي وو، چې تر اوسه یې په دې اړه کوم رسمي فرمان نه دی تر لاسه کړی او دوی یې هم پر وړاندې مخالفت نه دی کړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس