په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تېر په پرتله د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي
کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د وږي/سنبلې ۲۹مه او د سپټمبر ۲۰مه نېټه ده) که څه هم افغانستان د ډبرو سکرو پراخې زېرمې لري خو د ژمي په را رسېدو سره یې بیې مخ په بره روانې دي.
کابل ښاریان راتلونکي ژمي او د سون توکو سربېره د لومړنیو توکو بیو لوړېدو ته اندېښمن دي، دوی وايي چې له یو خوا کارنشته او له بلې خوا بیې لوړې دي.
د ډبرو سکرو کاروباریان هم شکایت کوي، چې د تېر په پرتله یې خرڅلاو ټیټې کچې ته رسېدلی او وايي، چې خلک اړ دي څو د سکرو پر ځای لرګي واخلي.
دوی له حکومته غواړي، چې په یخو سیمو کې دې د سون توکو بیې کنټرول او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي خو حکومتي چارواکي وايي، چې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي.
هغوی ورته مهال د ژمي په را رسېدو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو پر مټ خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې.
