د انجنیر زلمی د تښتونې په هکله د ګهیځ اعلامیه
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه
نیټه: ۱۴/۰۹/۱۳۹۷ لمریز
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په ډېرې خواشینۍ خبر ترلاسه کړ چې تېره ورځ (سه شنبه د لیندۍ ۱۳) د انعکاس راډیو ټلویزین رییس او په ننګرهار کې د ملی راډیو ټلویزیون پخوانی مشر انجنیر زلمی د نا پیژاندو وسله والو له خوا د جلال آباد ښار له یوې امن سیمې څخه تښتول شوی دی. ګهیځ ټولنه د دې پیښې د غندلو تر څنګ په امنیتی ارګانونو غږ کوی چې د ژورنالیستانو او رسنیو د کار کوونکو امنیت خوندی کړی او د تښتوونکو له منګولو د ښاغلی انجنیر زلمی د را خلاصولو لپاره لاس په کار شی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه
گهیځ