کابل/ګهیځ/: نن شنبه (د تلې/میزان ۹ او د اکټوبر میاشتې لومړۍ نېټه ده) کابل کې په کاج ښوونیز مرکز د تېرې ورځې برید ته په غبرګون کې نن یو شمېر نجونو او مېرمنو لاریون کړی.
معترضو لاریونوالو د برید غندنه او د هزاره توکمو لپاره د عدالت غوښتنه کوله.
تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې د کاج ښوونیز مرکز دننه د ازمايښتي کانکور اخستو پر مهال، چې زیاتره یې نجونې وې او د خپل راتلونکي لپاره یې د ټاکل شوې موخې لپاره ځان ارزوه، برید وشو.
په کابل کې حکومتي چارواکو په دغه برید کې د مرګ ژوبلې په اړه وویل، چې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا د ۳۲ تنو وژل شویو انځورونه خپاره شوي چې ۳۰ یې نجونې او ۲ یې هلکان دي.
له همدې کبله د اعتراض په ډول راټولې شوې مېرمنې، چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده، نن شنبه اکتوبر لومړۍ (تلې نهمه) د «هزازه وګړو نسل وژنه بنده کړئ» «نسل وژنه جنایت دی، چوپتیا خیانت دی» تعلیم، کار او ازادي ابادي ده» شعارونه ورکول.
د کابل د تعلیم او تربیې پوهنتون دننه هم لسګونو نجونو چې د همدې پوهنتون محصلینې وې، د پوهنتون د انګړ دننه په کاج ښوونیز مرکز د برید د غندلو په تړاو اعتراض کړی.
خو معترضینو رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې امنیتي ځواکونو او دننه د پوهنتون چارواکو یې د مخنیوي او د دوی د پاشلو هڅه کوله.
پرون سهار مهال د کابل په لویدیځ دشت برچي کې د کاج پر ښوونیز مرکز برید وشو خو د برید په تړاو معلومات یوه خوله نه دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د دې ښوونیز مرکز دننه ځانمرګی برید شوی، خو د پېښې عیني شاهدانو ویلي، څو تنو برید کوونکو لومړی د کورس ساتونکي په ډزو وویشتل او بیا دننه ولاړل چې وروسته چاودنه وشوه.
تر دا مهال د دغې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخستی.
په کابل کې د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید لوی وحشت بللی او څرګندوي چې په کلکو ټکو یې غندي او ژمنه یې کړې، چې د پېښې د عاملینو په پیدا کولو او مجازات کولو کې به پاخه ګامونه واخلي.