کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۱۴مه او د اکټوبر میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو د کیندنې قراردادونه لاسلیک کړي.
د یاد وزارت ویاند عصمت الله برهان رسنیو ته ویلي، د دغو کانونو د کیندنې لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې غور پرې روان دی.
ده دا هم وویل چې، د غوري د اوسپنې د کان د ایستنې لپاره یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندیزونه ترلاسه کړي او ژر به له ګټونکي شرکت سره قرارداد لاسلیک شي.
تر دې وړاندې د یاد وزارت چارواکو ویلي و، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
