معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان سره د امریکا د ډيپلوماټيکو اړیکو هڅه؛ په دوحه کې د داړو لورو لوړپوړو استخباراتي چارواکو لیدنه کړې

افغانستان سره د امریکا د ډيپلوماټيکو اړیکو هڅه؛ په دوحه کې د داړو لورو لوړپوړو استخباراتي چارواکو لیدنه کړې

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د سي ان ان ټلویزیون د راپور له مخې، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا متحده ایالتونو چارواکو ګډه ناسته کړې.
دې ناسته کې د ګډون لپاره له سپینې ماڼۍ د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په ګډون د استخباراتي ادارې مرستیال او له کابله تللي پلاوي کې د نورو کسانو تر څنګ د سرپرست حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثيق شامل دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم ګډون درلود.
راپور زیاتوي له تېر يوه کال راهیسې د افغانستان د سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ ناستې شوې وې، خو په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژنې تر ادعا وروسته دا لړۍ درېدلې وه.
د راپور له مخې د قطر په تازه ناسته کې د امريکا د استخباراتي ادارې مرستیال ډېوېډ کوهین د عبدالحق وثیق په مشرۍ د کابل پلاوي سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې باندې خبرې کړې دي.
تر دا مهاله امريکا او افغان حکومت په رسمي توګه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې «کرین دیکر» ویلي، و چې د ا.ا له مشرانو سره ډیپلوماټيکو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
هغې زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي مداخلې هېڅ امکان نه تر سترګو کېږي او نه دې څوک د دې تمه لري، چې امریکا به په دغه هېواد کې بیا ځل پوځي مداخله وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس