معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خواف-هرات رېل پټلۍ رغنیزې چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي

د خواف-هرات رېل پټلۍ رغنیزې چارې به تر راتلونکو دوو میاشتو بشپړې شي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ اداره تر راتلونکو دوو میاشتو د خواف-هرات رېل پټلۍ پروژې له بشپړېدو خبر ورکړی.
دغې ادارې ویلي، د یادې پټلۍ رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي، چې په دوه میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخستنې ته چمتو شي.
د اوسپڼۍ پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې، ایران ژمنه کړې چې ډېر ژر به له دغې لارې انتقالات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده، تېره اونۍ د هېواد د اورګاډي د شبکو له لارې نږدې ۹۴ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي او په دې انتقالاتو کې یوازې ۳۳۷ ټنه بهر ته صادرات او پاتې ټول د نفتي او غیرنفتي موادو په ګډون واردات شامل دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس