د افغانستان پیاز او رومیان؛ هره ورځ نږدې ۴۰۰ لارۍ پاکستان ته اوړی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د افغانستان په چاروکی د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ویلی، چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لارۍ تازه رومی او پیاز واردوی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلی، چې د دې سوداګرۍ ګټه افغانستان ته رسېږی.
د نوموړی په وینا د وروستیو سېلابونو له امله پاکستان خپل محصولات له لاسه ورکړی دی.
هغه دا هم ویلی، چې په عادی کلونو کې افغانستان د پاکستانی محصولاتو لپاره ښه بازار دی او په خبره یې دا د دوه اړخیزو همکاریو بېلګه ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ودې لپاره هڅولو ته اړتیا لری.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ته د پیازو او رومیانو د صادراتو زیاتېدو سره هم مهاله د افغانستان په ښارونو کې د پیازو او رومیانو بیې لوړې شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.