کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د جرمنی حکومت وایی تر ۲۵ کسانو افغانان، چې دوی یې له افغانستانه د ایستلو هوډ لاره، په بېلا بېلو پېښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
ډیپیاې خبری اژانس د جرمنی د المان د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې دا افغانان په افغانستان کې د جرمنی د حکومت ځایی کارکوونکی وو او اوس مړه دی.
یاد وزارت د خپلو څېړنو په پایله کې ویلی چې د دغو کسانو له ډلې ۱۲ تنه په طبیعی ډول یا په ترافیکی پېښو کې مړه شوی.
که څه هم راپور د ۷ کسانو د مرګ په باب څه نه دی ویلی خو په نا څرګند ډول ادعا کوی چې د دغو کسانو ۶ تنه وژل شوی دی.
د جرمنی د دفاع وزارت دا هم ویلی چې هېڅ داسې نښه نه لیدل کېږی چې د دوی ۶ وژل شوی افغان همکاران دې د آلمان د وسله والو ځواکونو د ملاتړ له امله وژل شوی وی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې نړیوالې ټولنې ویلی وو چې په افغانستان کې د ناټو زیات شمېر افغان همکاران په افغانستان کې پاتې دی.
گهیځ