معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بریټانیا د افغانانو لپاره د تحصیلي بورسونو لړۍ بیا پرانسته

بریټانیا د افغانانو لپاره د تحصیلي بورسونو لړۍ بیا پرانسته

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) بریټانیې تر دوه میاشتني ځڼډ وروسته په مشروط ډول افغانانو ته د خپلو تحصیلي بورسونو لړۍ له بیا پیلېدو خبر ورکړی.
د بریټانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام هغه افغانانو ته د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر له بیا پیلېدو خبر ورکړی، چې په درېیم هېواد کې ژوند کوي.
د یاد پروګرام په ویب پاڼه کې راغلي چې په شرایطو برابر افغانان کولی شي د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونونو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري.
د برېټانیې د بورسونو دغې نړیوالې ادارې ویلي د هغو افغانانو د امنیت او خوندیتوب په اړه چې په افغانستان کې اوسیږي، ژمنه ده.
د برېټانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام په ۱۹۸۳ میلادي کال کې پيل شوی او د هغو بهرنیو محصلینو لپاره چې مدیریتي او رهبرۍ وړتیا ولري، په برېټانیه کې د زده کړو شرایط ورته برابروي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس