معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د دې ژمي تر پایه له ۱۵ میلیونه ډېرو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسوي

د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د دې ژمي تر پایه له ۱۵ میلیونه ډېرو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسوي

د خوړو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو د دې ژمي تر پایه له ۱۵ میلیونه ډېرو افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسوي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۲۴مه او د اکټوبر ماشتې ۱۶نېټه ده) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ژمنه کوي چې د ژمي تر پایه به له څه باندې ۱۵ میلیونه افغانانو سره په افغانستان کې د خوراکي توکو مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي ویاند وحید الله اماني رسنیو ته ویلي: “د خوراکي توکو په دغو مرستو کې د ۱۵۰ زره ټنه شاوخوا د خوراکي موادو ذخیره کول په هغو لرې پرتو سیمو کې شامل دي چې د ژمي په موسم کې یې لارې بندېږي.”

دا په داسې حال کې ده، چې نن د اکټوبر ۱۶مه د خوړو نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د راپورونو له مخې تر ۱۹ میلیونه ډېر کسان بشپړ خواړه نه لري او ۶ میلیونه افغانان د قحطۍ له څپې سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس