معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / په کابل کې د کرنیزو توکو نندارتون؛ حکومت د بزګرانو د ستونزو د هواري ژمنه کړې

په کابل کې د کرنیزو توکو نندارتون؛ حکومت د بزګرانو د ستونزو د هواري ژمنه کړې

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو خزاني نندارتون پرانېست او ښايي د شنبې ورځې تر پایه دوام وکړي.
په دې نندراتون کې د رییس لوزراء اقتصادي مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او ملا عبدالسلام حنفي هم ګډون درلود.
ښاغلي برادر په نندارتون کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې تر ۷۰ سلنه ډېر خلک پر کرنه بوخت دي او د ګڼو وګړو ورځنی ژوند پر کرنیز اقتصاد پورې تړلی دی او په خبره یې ” د همدې زیارکښو بزګرانو په هڅو د افغانستان د ښارونو خام ارتزاقي توکي مواد برابرېږي چې ښاري ژوند ته لوی ارزښت لري “.
د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې دولت د افغانستان د کرنې د ميکانیزه کولو لپاره هڅې کوي او له ملی سوداګرو یې وغوښتل، چې بزګرانو ته د دغو اسانتیاوو په برابرولو کې ونډه واخلي.
نوموړي د محصولاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ لپاره پر دوی د اصلاح شویو تخمونو د وېش غوښتنه هم وکړه.
ملا برادر بزګرانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او هغوی سره یې د کرنې په برخه کې د هر ډول ستونزو د هواري ژمنه وکړه.
دا نندارتون په کال کې دوه ځل د پسرلي او مني په موسمونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا پرانستل کېږي، چې خصوصي سکټور لخوا یې چارې سمبالېږي او د افغانستان خپل هر ډول محصولات او لاسي صنایع په کې نندارې ته وړاندې کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس