معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ملګري ملتونه په افغانستان کې د زیانمنو ښځو لپاره د مرستو مرکزونه جوړوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د زیانمنو ښځو لپاره د مرستو مرکزونه جوړوي

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې به د کړکېچ ‌ځپلو ښځو لپاره د مرستو مرکزونه جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو دفتر دوشنبه (د لړم پر ۲مه) پر ټویټر لیکلي چې دا مرکزونه د جاپان، د ژغورنې نړیوالې کمیټې او د ښځو د ځینو سازمانونو په همکارۍ جوړیږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې له دغه پروګرام څخه به څه باندې پنځه زره ښځې ګټه پورته کړي او د دوی د ناستې لپاره به یو ځای ولري.
پر افغانستان د ا.ا له بیا ځلي واکمنۍ سره سم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ډېرو نړیوالو مرستندویه بنسټونو افغانستان پرېښود، چې له امله یې په ډېرو ادارو کې د ښځو پر دندو بندیز ولګېد، له دندو بې برخې ښځې وايي چې دغه حالت یې روان ځپلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس