یکشنبه، د لړم ۱۵مه
کابل/ګهیځ: د سوریې په ادلب ښار کې د کډوالو پر یوه پنډغالي د بشارالاسد رژیم په برید کې لږ تر لږه ۶ کسه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور زخمیان دي.
اناتولیا خبري اژانس د ځايي ملکي دفاع وزارت د سرچینو له قوله ویلي، چې دا برید نن سهار د «مرام» کډوالو پر پنډغالي د دغه رژیم لخوا د کلسټر بمونو په ذریعه شوی دی.
پر همدې بنسټ د پېښې زخمیان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
ــــ د ادلب وضعیت
ادلب او د هغې پر شاوخوا سیمو د رژیم مخالفان ولکه لري، د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د ۲۰۱۷ کال د می له ۴-۵ نیټې په غونډه کې دغه سیمه د تاوتریخوالي د کمښت سیمه و نومول شوه خو پر دغې سیمې د روسیې او بشارالاسد رژیم بریدونه ادامه لري.
د ترکیې او روسیې ترمنځ د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د سوچي تړون لاسلیک سره سره د اسد د رژیم او د هغه د ملاتړو بریدونه دوام لري.
د ترکیې او روسیې ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د مارچ تر پنځمې د تړون نه وروسته، په دغې سیمه کې اوربند تر ډېره مراعات شوی دی.
اناتولیا خبري اژانس وايي، شاوخوا ۲ میلیونه کسانو چې د ۲۰۱۷ــ۲۰۲۰ زېږدیز کلونو تر منځ له بریدونو تښتېدلي، د ترکیې پولې ته نژدې سیمو کې پر پناه اخیستو مجبور شوي دي.
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د اسد رژیم په ادلب کې د کډوالو پر پنډغالي برید کړی؛ ۶ کسه وژل شوي او ۷۵ نور زخمیان دي