جرمنی د افغان پناه غوښتونکو له فردی او نویو غوښتنلیکونو له منلو انکار کړی

دوشنبه، د لړم ۱۶مه
کابل/ګهیځ: د جرمنی د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په یوه ګډ لیک کې خبرداری ورکړی، چې له افغانستان څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د ایستلو بهیر کې هیڅ ډول فردی او نوی غوښتنلیکونه نه منی.
په لیک کې راغلی، چې غوښتنلیکونه منل د دوی کار نه دی، بلکې هغه با صلاحیته ادارې او سازمانونه چې د جرمنی له حکومت سره کار کوی، د په شرایطو برابر کسانو اسناد چې له مخکې ورسره دی، حکومت ته سپاری څو نوره پروسه مخې ته یوسی.
د جرمنی حکومت څرګنده کړې: “اوس هېڅ ډول نوی غوښتنلیک نه منل کېږی آن که د جرمنی د حکومت د رسمی ادارو لکه د فدرال وزارتونو، په کابل کې د جرمنی سفارت یا د جی آی زی موسې لوری‌ هم وی. ”
د روان کال په اکټوبر میاشت کې د جرمنی حکومت وویل، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمنی ته یوسی.
د جرمنی حکومت ویلی دی چې په دغه نوی پروګرام کې لومړیتوب هغو خلکو ته ورکول کېږی چې د خپلې کاری سابقې له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دی.
د حکومتی چارواکو په خبره د دې پروګرام په دوهمې مرحلې کې لومړیتوب د هغو کسانو دی، چې د خپل جنسیت او مذهب له کبله یې ژوند په خطر کې وی.
د جرمنی د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه په دې اړه په خپل جوړ شوی ویسبایټ کې تازه او هر اړخیز معلومات خپروی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.