معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکومت په کابل کې د امنیتي کمرو د لګولو کمپاین پیل کړی

حکومت په کابل کې د امنیتي کمرو د لګولو کمپاین پیل کړی

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: امنیتي چارواکو له کابل ښاریانو غوښتي چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدا په موخه خپلو کورونو کې امنیتي کمرې ولګوي.
دا خبره د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له ملي ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.
ښاغلي ځدراڼ ویلي، د کابل ښار سراسر یې د امنیتي کمرو لګولو کمپاین پیل کړی، چې تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲ زره سي ټي وي کمرې لګېدلې دي.
هغه ټینګار کړی، چې د امنیتي وضعیت د ښه کېدا په موخه یې دا ګام پورته کړی دی.
خالد ځدراڼ په دې مرکه کې د کابل ښار پر اوسېدونکو غږ کړی، چې په خپلو کورونو کې د امنیتي کمرو په لګولو سره له حکومت سره د امنیت په ټینګښت کې خپله مرسته ثابت کړي.
هغه ویلي، دا کار د زور او جبر له لارې نه بلکې خلک له خپلې خوښې سره سم کولی شي په دې کمپاین کې برخه واخلي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس