معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروپايي کمېسیون افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي

اروپايي کمېسیون افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: اروپايي کمېسیون خبر ور کړی، چې د افغانستان په ګډون پنځلسو هېوادونو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره ۲۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.
دغه کمېسیون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي موادو له سخت کمښت سره د مقابلې لپاره ۷۵ میلیونه یورو ځانګړې شوي.
ویل کېږي چې پاتې پیسې مالي، نایجر، چاد، جنوبي سوډان، ایتوپیا، سومالیا، یمن، سوریه، لبنان، وینزویلا، کولمبیا، اکوادور او پیرو ته د مرستې په ډول ورکول کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل او څېرمه ولایتونو کې د سږني ژمي لومړۍ واوره ولوېده، خلک شکایت کوي چې د خوراکي توکو او سون توکو د اخیستلو وس نه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس