سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د پاکستان یوه پوله ساتي چارواکي د چمن دراوزې د خلاصون په بدل کې هغه کس غوښتی، چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې یې پر پاکستاني په پوځیانو ډزې کړي او یو تن یې وژلی دی.
دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو له منځه یوه کس د پاکستان پر پوله ساتو سرتیرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.
په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهري امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، دغه لاره به د سوداګرۍ په وړاندې تر هغو بنده وي چې د برید مسوول نه وي ورته سپارل شوی.
نوموړي ویلي، د چمن دروازه پرون مازیګر د لنډ وخت لپاره د عامو خلکو پرمخ خلاصه شوه، خو هېڅ یوه سوداګریز موټر ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شوه.
چمن او تورخم پاکستان سره د افغانانو د تګ را تګ عمده لارې دي چې د تېر کال اګسټ میاشتې را وروسته پرې ډېر محدودیتونه لګول شوي او مسافر یې وخت نا وخت د مسوولانو له ناوړه چلنده شکایت کوي.
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان وايي که پر پوځیانو یې برید کوونکی ور وسپارل شي د چمن دروازه به خلاصه کړي