معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د پخوا په پرتله د افغانستان له فضا الوتنې زیاتې شوي

د پخوا په پرتله د افغانستان له فضا الوتنې زیاتې شوي

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زيات شوى دى.
د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، چې مخکې به په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر د ۵۰ او ۷۰ تر منځ و، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
د هغه په خبره، د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او په دې برخه کې د هوايي ترانزېټ برخې ته پر پاملرنه ټینګار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس