معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / اسراییلي رژیم د لویدیځې غاړې په شمال کې د سل کیلومټره دېوال له جوړولو خبر ورکوي

اسراییلي رژیم د لویدیځې غاړې په شمال کې د سل کیلومټره دېوال له جوړولو خبر ورکوي

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د اسراییلو صهیونیسټ رژیم په پام کې لري چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د سل کیلو مټره په اوږدوالي یو امنیتي دیوال جوړ کړي.
د اسراییلي رژیم دفاع وزیر بیني ګانتز دوشنبه (د لړم ۲۳مه) خبرداری ورکړ چې د لویدیځې غاړې په شمال کې د سل کیلو مټره دیوال د جوړولو پلان تصویب شوی دی.
دغه طرحه له هغه وروسته تصویب شوه چې په لویدیځه غاړه او په تیره بیا د دغې سیمې په شمال کې د فلسطین د مقاومت عملیات په بې ساري ډول زیات شول، چې د اسراییلي صهیونیسټي رژیم پوځ او امنیتي بنسټونو د مقاومت پر وړاندې مقابله کې پاتې راغلل.
د اسراییلو د رسمي سرچینو په حواله، د روان کال له پیل راهیسې تر دا مهاله په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۴ اسراییلیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د دغو عملیاتو اصلي مرکز د لویدیځې غاړې شمالي برخې وې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس