معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د درمل جوړولو فابریکه جوړه شوې

کندهار کې د درمل جوړولو فابریکه جوړه شوې

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۷۱ سوداګرو له خوا د ۵۰ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د درملو یوه فابریکه پرانېستل شوه.
باختر دولتي خبري اژانس د سنو فارما د درملو تولیدي فابریکې مشر محمد سعید صدیق له قوله ویلي، چې د فابریکې اداري چارې يې پيل کړې او ډېر ژر به د سنو فارما تولیدي ساحه هم فعاله او په کار پیل وکړي.
صدیق زیاته کړې چې سنو فارما فابریکې په جوړېدو سره به ۸۰۰ کسانو ته په مستقیمه او له ۲ زره زیاتو کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي
د یادونې وړده، چې په دغه فابریکه کې به په ۸ کاري ساعتونو کې شاوخوا ۲ میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره بوتله شربت په لوړ کیفیت تولیدېږې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس