په اندونیزیا کې د زلزلې له امله ۱۶۲ تنه مړه شوی او په سلګونو نور یې ژوبل شوی دی
چارواکی وایی زلزلې د دغه هېواد لویدیځ جاوا ایالت ځپلی او یو شمېر خلک ورک هم دی او ممکن د مرګ ژوبلې شمېر زیات وی.
د لویدیځ جاوا والی رضوان کامل ویلی دی چې د زلزلې مرکز د سیانجور ښار و. کامل په دې زلزله کې د ۱۶۲ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلی یې دی چې په دې زلزله کې له ۳۶۲ ډېر کسان زیاتره د ودانیو د نړېدو له امله ټپیان شوی دی
گهیځ